Banner

په زړه پورې مالومات

11.11.2009 09:19

حضرت ادم عليه السلام
٠  د ادم لومړنى زوى قابيل دى چې د ځمکې پر مخ يې وژنه وکړه.
٠  ادم په جنت کې له غنم خوړلو څخه منعه شوى و.
٠  ادم د ځمکې پر مخ له هر څه مخکې انگور خوړلي.
٠  د ادم زوى قابيل خپل ورور هابيل وواژه.
٠  هابيل د سې شنبې په ورځ وژل شوى دى.
٠  د هابيل او قابيل تر منځ د اقليما پر سر لانجه وه.
٠  د ادم په زامنو کې قابيل مشر و.
٠  ادم غوښتل د اقليما واده له هابيل سره وکړي.
٠  د قران په سورتونو کې له ټولو نه مخکې په البقره سورت کې د ادم ذکر راغلى.
٠  په قران کې ادم(ع) ٢٥ ځله ياد شوى.
٠  د قران په الاعراف سورت کې د ادم ډېره يادونه شوې ده.
٠  د قران په نهو سورتونو کې د ادم ياد راغلى دى.
٠  ادم په جنت الماوى کې استوگن و.
٠  د ادم لغوي مانا زېړچک، خاورين، غنم او غنمرنگ دي.
٠  عبراني ژبه کې ادم خاورې ته وايي.
٠  ادم کرونده او جامې گنډلو چار کړې ده.
٠  ادم نېږدې زر کاله عمر درلود.


حضرت شيث عليه السلام
٠  شيث(ع) د ادم زوى دى.
٠  شيث(ع) د هابيل له وژلو نه وروسته زېږېدلى.
٠  د شيث(ع) مور حوا ده.
٠  شيث(ع) د الله دويم پيغمبر دى.
٠  د شيث(ع) لقب اغثازيمون دى.
٠  د شيث(ع) لغوي مانا خدايي ورکړه ده.
٠  د شيث(ع) د زوکړې پر وخت ادم ١٣٠ کلن و.
٠  ادم چې ناروغ و، شيث(ع) يې د نورو زامنو په پرتله ډېر چوپړ(خدمت) کړى دى.
٠  د شيث(ع) تر ټولو مشر زوى نوش نوميدو.

حضرت ادريس عليه السلام
٠  ادريس(ع) د ادم له اتم پوشت څخه دى.
٠  د ادريس(ع) د پلار نوم يارد دى.
٠  د ادريس(ع) خپل نوم اخنوع دى.
٠  ادريس(ع) ته به عزرائيل خپل ورور وايه.
٠  په عبراني ژبه کې د ادريس(ع) نوم حنوک دى.
٠  حضرت ادريس(ع) ١٨٠ ښارونه ودان کړي وو.
٠  په يوناني ژبه کې د ادريس(ع) نوم طرمينس دى.
٠  ادريس(ع) په ٧٢ ژبو پوهېدو.
٠  الله په پيغمبرانو کې لومړى ځل ادريس(ع) ته ستورپوهنه(نجوم پوهنه) ورکړه.
٠  د درزيتوب پيل له حضرت ادريس(ع) څخه شوى.
٠  يهود قوم وايي چې ادريس(ع) ژوندى اسمان ته ختلى.
٠  په پيغمبرانو کې په لومړي ځل ادريس(ع) وسله(اصلحه) جوړه کړې.
٠  په پيغمبرانو کې په لومړي ځل ادريس(ع) اوږدوالى اندازه کول پيل کړي دي.
٠  په پيغبرانو کې په لومړي ځل ادريس(ع) د وزن اندازه دود کړې ده.
٠  په پيغمبرانو کې ادريس(ع) د ليک او لوست پنځونکى بلل کېږي.
٠  په پيغمبرانو کې ادريس(ع) د قلم پنځونکى بلل کېږي.
٠  ويل کېږي چې ادريس(ع) شپږم اسمان ته هم ختلى.
٠  شيث(ع) د ادريس(ع) ښوونکى او استاد و.
٠  د ادريس(ع) پينځه زامن وو.
٠  په ادريس(ع) دېرش(٣٠) صحيفې نازلې شوې وې.
٠  د قران په دوه سورتونو کې د ادريس(ع) يادونه شوې ده.
٠  په مريم او انبياء سورتونو کې د ادريس(ع) يادونه شوې ده.

روحانی 12.11.2009 19:10

afghanistan is a big country afghanistan has a lot of pashton people but pashto languge is not develpe in afghanistan we want to develpe pashto languge in afghanistan

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.